کرکټ: حېدر آباد څلورمه ماتې هم وخوړه

د هندوستان غوره لیګ په روانو کرکټ سیالیو کې سنرایزر حېدراباد لوبډلې څلورمه ماتې هم وخوړه او د جدول شپږم مقام ته یې شاته شوه.

د دې سیالیو په ۳۰مه لوبه کې ډیلي کاپیټالس لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه شېریس آیر ۴۵ او کولېن مونرو ۴۰ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

حېدر اباد لوبډلې محمد نبي ته د لوبېدو موقع نه وه ورکړې، خو راشد خان خپلو څلور اورونو کې د ۲۲ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ او خلیل احمد تر نورو زیاتې درې ویکټې واخېستې.

مقابل کې که څه د حېدر اباد لوبډلې سټارټ توپ وهنه کې ښه وه او برسټو او ډېوېډ وارنر د ۷۲ منډو ملګرتیا وکړه؛ خو وروسته یې لوبغاړي پرله پسې وسوځېدل.

د دوی ټوله لوبډله ۱۸،۵ اورونو کې په ۱۱۶ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۳۹ منډو په توپیر وبایلله.

وارنر ۵۱ او برسټو ۴۱ منډې وکړې، خو راشد خان په صفر اوټ شو.

ډیلي ته ربادا څلور، کریس موریس او کیمو پاول درې درې ویکټې واخېستې.

په یادو سیالیو کې پرون دوه لوبې ترسره شوې، چې ۲۹مه لوبه کې چینای سوپر کېنګز لوبډلې کلکتې ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې نن اووه بجې ممبۍ انډینز لوبډله له رویال چلېنجر بنګلور لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی