کرکټ: د افغانستان او ایرلینډ لوبه د باران له امله ونه شوه

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېمه شل اوریزه نړیواله لوبه د باران له امله ترسره نه شوه.

د ایرلینډ په کوربه توب د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې او درې ۵۰ اوریزې سیالۍ پلان شوي، چې دوه شل اوریزې یې ترسره شوې او افغانستان وګټلې، چې په دې سره یې د شل اوریزو لوبو سیریز هم دوه د صفر مقابل کې په خپل نوم کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ۱۲ شل اوریزې سیالۍ ترسره شوي، چې ۹ افغانستان او یواځې درې یې ایرلینډ لوبډلې ګټلي دي.

د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ به یې د اګسټ په ۲۷مه نېټه پیل شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی