کرکټ: د افغانستان ایلیون لوبډلې اتراکنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان ایلیون لوبډلې د هند دهرادون ښار کې یوې ځای لوبډلې اتراکنډ ته په یوه شل اوریزه تمریناتي لوبه کې په ۲۳ منډو ماتې ورکړه.

له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لوبه کې د افغانستان ایلیون لوبډلې پوره شل اورونو کې د لوبغاړو په سوځېدو سره اتراکنډ لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې شفیق الله شفق ۴۴ ناسوځېدلې او سمیع الله شینواري ۳۴ تر نورو ښې منډې وکړې.

اتراکنډ لوبډلې پوره شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۱۲۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۳ منډو په توپیر د افغانستان ایلیون لوبډلې ته وبایلله.

توپ اچونه کې کریم جنت ۳، او شرف الدین اشرف دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادولو ده چې دې لوبه کې د ملي او ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي ولوبېدل.

نصرت الله عمرزی