پرون په انګلستان کې د پنځو هېوادونو د معلولینو ترمنځ د کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ پېل شوې.
افغان لوبډلې په دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه په اتو ویکټو له بنګله دېشه وګټله.
بنګله دېش لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته شل اورونو کې د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې افغان توپ اچوونکو کې طفیل او جمیل درې – درې زبیر دوه او شیرین اغا یو لوبغاړی وسوځاوه.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د دوه ویکټو په زیان ۱۵،۱ اور کې ترلاسه کړ.
محمد اشرف د شپږ شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ ۸۱ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان هم د معلولینو ملي لوبډلې د هڅونې او ملاتړ په موخه ورغلی و او لوبغاړو ته یې په هېوادنۍ مینه او لوړ هوډ سره د لوبو کولو سپارښتنه وکړه.
راشد خان له لوبغاړو سره خپلې مشورې شریکې کړې او دوی یې هم رښتیني اتلان یاد کړل.
نوموړي له ټولو لوبغاړو سره د کرکټ اړوند د ټولو لوبیزو توکو (بېټ، ګلفز، پېډونو او بوټانو) مرسته هم وکړه او لوبغاړو ته یې په راتلونکي کې هم د هر ډول مرستې ډاډ هم ورکړ.
افغانستان به د معلولینو نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه نن د پاکستان پر وړاندې وکړي.