کرکټ: د افغانستان معلولینو لوبډلې نړیوال جام کې دویمه لوبه هم وګټله

د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه له پاکستان څخه په ۲۶ منډو وګټله.

دغه لوبه چې د باران له امله ځنډېدلې وه ۱۶ اوره وټاکل شوه او افغان لوبډلې پکې پاکستان ته د ۱۴۳ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې محمد الله ۶۰، جمیل شاه ۴۶ او محمد اشرف ۲۵ د پام وړ منډې وکړې.

پاکستان لوبډلې هدف په پوره نه شو کړای او یواځې ۱۱۶ منډې یې وکړې.

افغانستان ته توپ اچونه کې شیرین اغا ۴، زبیر دوه، حزب الله او جمیل مندوزي یوه یوه ویکټ واخېسته.

د معلولینو ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام دغه سیالۍ د پنځو هېوادونو ترمنځ په انګلستان کې ترسره کېږي او افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته په اتو ویکټو غټه ماتې ورکړې وه.