رویال چلنجر بنګلور لوبډلې د پچې په ګټلو سره کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
پنجاب لوبډلې په ۱۹،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره بنګلور لوبډلې ته د ۱۵۶ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې لوکیش راهول د ۴۷ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.
د بنګلور لپاره تر نورو زیات درې لوبغاړي اومیش یادف وسوځول.
ځوابي توپ وهنه کې بنګلور لوبډلې د ای بي ډي ویلرز په ښې توپ وهنې سره یاد هدف ۱۹،۳ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د څلور ویکټو او درې توپونو په شتو کې وګټله.
ای بي ډي ویلرز ۵۷ او ډي کاک ۴۵ منډې وکړې.
د پنجاب لپاره توپ اچونه کې مجیب الرحمن ښه پیل وکړ په لومړنیو دوه اورونو کې یې د درې منډو په ورکولو سره د ویرات کولي ویکټ هم ترلاسره کړه.
نوموړي خپلو څلورو اورونو کې د دوه شپږیزو په ورکولو سره ۲۹ منډې ورکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی اومیش یادف وټاکل شو.
د دې سیالیو په لړ کې نن ماښام ۷ بجې د راشد او نبي اړوند سنرایزر حیدرآباد لوبډله د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي.
نصرت الله عمرزی