کرکټ: د باران له امله د هند او ویسټ انډیز لوبه بې پایلې شوه

د هندوستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه د باران له امله بې نتیجې شوه.

په دې لوبه کې انډیا لوبډلې د ټاس په ګټلو سره ویسټ انډیز ته توپ وهنه ورکړه.

ویسټ انډیز لوبډلې ۱۳ اورونو کې د یو لوبغاړي په سوزېدو سره ۵۴ منډې کړې وې، چې باران شو؛ لوبه بیا پېل نه شوه او بې نتیجې پای ته ورسېده.

له دې وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ کې هند ویسټ انډیز ته وایټ واش ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه ۵۰ اوریزه لوبه د یکشنبې په ورځ ترسره شي.