کرکټ: د بنګله دېش ۱۷ کلنو د افغانستان له ۱۷ کلنو څخه لوب لړۍ وګټله

 

د بنګله دېش ۱۷ کلنو کرکټ لوبډلې په درېمه یو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان ۱۷ کلنو لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه او لوب لړۍ یې په خپل نوم کړه.

دې لوبه کې افغان ۱۷ کلنو لوبډله په ۴۵م اور کې په ۱۱۴ منډو وسوځېده.

لوبډل مشر عجاز ۴۵ او محمد ایشاق  ۲۴ منډې وکړې.

د بنګله دېش لپاره مهدي حسن عني تر نورو زیات درې افغان توپ وهونکي وسوځل.

بنګله دېش لوبډلې د ۱۱۵ منډو هدف ته ځان د درې لوبغاړو په زیان دیرشم اور کې ورسولو او لوبه یې د ۷ ویکټو او ۱۲۳ توپونو په شتون کې وګټله.

د دې سیالو لومړۍ لوبه افغانستان او وروستۍ دوه لوبې یې بنګله دېش ۱۷ کلنو لوبډلې وګټلې.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه درې ورځنۍ سیالۍ په مساوي توګه پای ته رسېدلې وې.

نصرت الله عمرزی