د سویلي افریقا په کوربه توب د هندوستان او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېمه شل اوریزه لوبه نن شپه ترسره کیږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه شل اوریزه سیالۍ ترسره شوي، چې یوه یې هندوستان او یوه یې سویلي افریقا ګټلې ده.
نن شپه اته نیمې ۸:۳۰ بجې د دواړو لوبډلو ترمنځ درېمه شل اوریزه لوبه پیلږي.
دا د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانې لوب لړۍ وروستۍ شل اوره لوبه ده، که دا لوبه هرې لوبډلې وګټله سیریز به په خپل نوم کړي.
له دې وړاندې درې ټیسټ لوبې دوه د یو پر وړاندې سویلي افریقا او د ۶ یو ورځینیو لوبو لړۍ پنځه د یو مقابل کې هندوستان لوبډلې ګټلې وې.
نصرت الله عمرزی