کرکټ: د نیو زېلېنډ او انګلستان ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه مساوي شوه

د نیو زېلېنډ او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه په مساوي توګه پای ته ورسېده.

دې لوبه کې انګلستان لوبډلې خپل لومړي وار توپ وهنه کې ۳۰۷ او دویم وار توپ وهنه کې یې ۳۵۲ منډې کړې وې.

نیو زېلېنډ خپل لومړي وار توپ وهنه کې ۲۷۸ او دویم وار توپ وهنه کې یې د ۸ لوبغاړو په زیان سره ۲۵۶ منډې وکړې.

دې لوبه کې د انګلستان لخوا نیو زېلېنډ ته د ۳۸۲ منډو هدف ورکړل شوی وو، خو نیو زېلېنډ لوبډله د لوبې په وروستۍ ورځ نه تر هدف ورسېده او نه یې ټول لوبغاړي اوټ شول او لوبه په مساوي توګه پای ته ورسېده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه یې نیو زېلېنډ لوبډلې ګټلې وه.

 

نصرت الله عمرزی