د هندوستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ نن شنبه پېليږي.
ټاکل شوې لومړۍ لوبه یې نن ماښام د افغانستان په وخت اووه بجې پېل شي.
هند لوبډلې ویسټ انډیز ته سفر کړی او هلته ورسره د درې شل اویزو، درې ۵۰ اوریزو او دوه ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کوي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ به د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر درېیمې نېټې پورې دوام وکړي.