کرکټ: د هند غوره لیګ سیالیو کې پنځمه لوبه چینای سوپر کینګز لوبډلې وګټله

د هندوستان پریمیر لیګ سیالیو په پنځمه لوبه کې تېره شپه چینای سوپر کینګز لوبډلې ډیلي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره خپله دویمه بریا هم ترلاسه کړه.

په دې لوبه کې ډیلي کاپیټالس لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه او شل اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره چینای ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.

شکرداون د ۵۱ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد، خو چینای ته براوو درې ویکټې واخېستې.

مقابل کې یې چینای لوبډلې د ۴ لوبغاړو په زیان سره هدف شلم اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو په شتون کې وګټله.

شین واټسن د ۴۴ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ټاکل شوې په دې سیالیو کې نن ۷ بجې کلکته نایټ رایډرس لوبډله له کینګز اېلېون پنجاب لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی