کرکټ: راجستان رایلز لوبډلې کینګزایلیون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

دا لوبه په جای پور لوبغالي کې ترسره شوه، ټاس د راجستان رایلز لوبډلې وګټلو او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه.
ټاکلو شلو اورونو کې یې د بټلر په ښې توپ وهنې سره د ۸ لوبغاړو په سوځېدو کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې ته د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ.
د راجستان لپاره بټلر توپ وهنه کې ښه پیل وکړ د یوې شپږیزې او ۹ څلوریزو پرمټ ۸۲ منډې وکړې.
توپ اچونه کې ټای د ۳۴ منډو په ورکولو سره ۴ او مجیب الرحمن د ۲۱ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.
د پنجاب لپاره که څه هم راهول ښه توپ ونه وکړه، خو بیا یې هم لوبډله بریا ته ونه رسېده.
شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۱۴۳ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۵ منډو په توپیر سره وبایلله.
راهول په ۷۵ توپونو د دوه شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
راجستان ته ګوتم توپ اچونه کې ښه پیل وکړ او د لوبې دریم اور کې یې د کریس ګېل او اشوین ویکټو په اخیستو سره پنجاب لوبډله تر فشار لاندې کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی بټلر وټاکل شو.
د دې سیالیو په لړ کې به نن ماښام ۷ بجې د کلکته نایټ رایډرس او ممبۍ انډینز لوبډلو ترمنځ لوبه پیل شي.
نصرت الله عمرزی