کرکټ: راجشاهي، کومېلا ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړ

د بنګله دېش پریمیر لیګ کرکټ سیالیو په ۲۳مه لوبه کې راجشاهي کینګز لوبډلې کومېلا ویکټورینس ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه. په دې لوبه کې راجشاهي لوبډلې د درې لوبغاړو په شوځېدو سره کومېلا ته د ۱۷۴ منډو هدف ورکړ. توپ وهنه کې لاروي ایونس ۱۰۴ ناسوځېدلې او دویسچیټ ۵۹ منډې وکړې. کومېلا لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، ۱۹م اور کې یې ټول لوبغاړي په ۱۳۸ منډو اوټ شول او لوبه یې د ۳۸ منډو په توپیر وبایلله. راجشاهي ته کامرول اسلام ربي په درې اورونو کې د لس منډو په ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې. افغان لوبغاړي قیس احمد او دویسچیټ دوه دوه لوبغاړي وسوځول. د لوبې غوره لوبغاړی لاروي ایونس وټاکل شو. نصرت الله عمرزی