کرکټ: راشد خان د هند پریمیر لیګ کې بل ریکارډ جوړ کړ

افغان ګوګلي  توپ اچوونکي راشد خان په روانو ای پي اېل لوبو کې د ممبۍ انډینز لوبډلې پر خلاف په څلورو اورونو کې ۱۸ داسې توپونه ترسره کړل، چې هیڅ منډه یې پرې ورنه کړه.

ای پي اېل لوبو کې ۱۸ تر ټولو ډېر توپونه دي، چې منډې پرې نه دي شوي.

له دې مخکې هندي ورو بالر اشوین دغه ریکارډ جوړ کړی و،

دې لوبه کې ممبۍ انډینز لوبډلې سنرایزر حیدرآباد لوبډلې ته د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.

راشد خان په خپلو ۴ اورونو کې د ۱۳ منډو په ورکولو سره یوه ویکټه ترلاسه کړه او یو یې کیچ هم ډراف شو.

د نوموړي په ۲۴ توپونو کې یواځې ۶ توپونو د منډو لپاره ولوبېدل، چې دوه څلوریزې هم پکې شاملې وې.

سنرایزر لوبډلې یاد هدف د شلم اور په وروستي بال پوره کړ او روانو سیالیو کې یې پرله پسې دویمه بریا خپله کړه.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دې سیالیو په لړ کې نن جمعه ماښام ۷ بجې د مجیب الرحمن اړوند کینګز اېلېون پنجاب او ریالز چیلنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ لوبه پېلیږي.

نصرت الله عمرزی