کرکټ: راشد خان سنرایزرس لوبډله تر پای لوبې ورسوله

د کلکتې خلاف لوبه کې راشدخان نوې کارنامې وکړې.

دا لوبه چې تېره شپه ترسره شوه ټاس کلکتې لوبډلې وګټلو او سنرایزرس لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

سنرایزرزس لوبډله توپ وهنه کې له ستونزو سره مخ وه، خو د راشد خان په چټکې توپ وهنې سره یې د بریا هیلې پیدا شوې.

دې لوبه کې سنرایزرس لوبډلې کلکتې ته د ۱۷۵ منډو هدف ورکړ.

راشد په لس بالونو د ۴ شپږیزو او دوه څلوریزو پرمټ ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او تر نورو لوبغاړو یې ښه توپ وهنه وکړه.

کلکته لوبډله د راشد د ښې توپ اچونې له امله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

شلو اورونو کې یې ۱۶۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۱۴ منډو په توپیر سنرایزرس لوبډلې ته وبایلله.

راشدخان خپلو څلور اورونو کې د ۱۹ منډو ورکولو په بدل کې درې مهم لوبغاړي اوتاپا، انډري رسل او کریس لین وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي او د لوړ سټرایک ریټ جایزه یې هم ترلاسه کړه.

نوموړي د توپ اچونې او توپ وهنې سره سره ښه ډګر ساته هم ترسره کړه.

په ډګرساتنه کې یې د دوه کیچونو اخېستلو ترڅنګ یو رن اوټ هم وکړ.

سنرایزرس حیدرآباد لوبډله به سبا مازیګر ۶ بجې د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

نصرت الله عمرزی