کرکټ: راشد خان یو ځل بیا د کرېکټ تاریخي رېکارډ مات کړ

د کرېکټ ملي لوبډلې نړیوال شهرت لرونکی پیاوړی ورو توپ اچوونکی راشد خان یوه بله نړیواله لاسته راوړونه هم په خپل نوم ثبت کړه.

شل اوریزو سیالیو کې ۱۰۰ وېکېټې اخیستل هغه لاسته راوړنه ده چې د نړۍ بې شمېره توپ اچوونکي يي د ترلاسه کولو هڅه کړې خو بریالي شوي نه دي.

د افغانستان راشد خان په ځوان عمر کې وتوانېد شل اوریزو لوبو کې خپل ۱۰۰ وېکېټې بشپړ او یو ځل بیا د کرېکټ نړیوال رېکارډونه جوړ کړي.

اتلس کلن راشد خان خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۵ په اکتوبر میاشت کې ترسره کړه او یوازې دوو کلونو په موده کې يي دغه ستره لاسته راوړنه په خپل نوم ثبت کړه.

راشد خان اوسمهال شپږیزې لیگ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر دی چې لوبډله يي د نمرو په جدول کې دوهم مقام خپل کړی دی.

راشد خان د بست ساتوونکو په وړاندې لوبې کې درې مهمې وېکېټې اخیستلو سره شل اوریزو سیالیو کې خپل ۱۰۰ وېکېټې بشپړ کړې.

راشد خان توانېدلی یوازې ۶۶ شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ وېکېټې واخلي او په دې ډول د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په تاریخ کې دوهم غوره توپ اچوونکی شي.

د شل اوریزو سیالیو په تاریخ کې د وېسټ انډیز کرېشمر سنتوکي یوازې ۵۴ لوبو کې ۱۰۰ وېکېټې اخیستلو سره لومړی مقام خپل کړی.

له نوموړی وروسته د سریلانکا اجنتا مېنډېس هم په ۶۶ لوبو کې ۱۰۰ وېکېټې اخیستلو سره له راشد خان سره دوهم مقام کې شریک دی.

دغه نوملړ کې د پاکستان سید اجمل او عمر گل په ترتیب سره درېیم او څلورم او د استرالیا مېچل سټارک څلورم مقام خپل کړی.

خو د عمر له نظره راشد خان د شل اوریزو سیالیو په تاریخ کې یوازې ۶۶ شل اوریزو لوبو کې ۱۰۰ وېکېټې اخیستونکی لومړنی توپ اچوونکی دی چې دغه لاسته راوړنه د راشد خان او افغانستان لپاره یو ستر ویاړ دی.