کرکټ: روهیت شرما د سریلانکا خلاف دویمه شل اوره لوبه کې ۱۱۸ چټکې منډې وکړې

د هندوستان او سریلانکا کرکټ ملي ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه کې روهیت شرما په ۴۳ توپونو د ۱۰ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مرسته ۱۱۸ منډې وکړې.

په دې لوبه کې پچه سریلانکا لوبډلې وګټله او هندوستان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هندوستان لوبډلې د روهیت شرما او لوکیش راهول د اوږدې ملګرتیا او چټکې توپ وهنې په مرسته د ۵ لوبغاړو په سوزیدو سره ۲۶۰ منډې جوړې کړې او د سریلانکا د یو اننګز زیاتو منډو جوړلو ریکارډ کې سره مساوي شول.

په دې لوبه کې لوکیش راهول هم په ۴۹ توپونو د ۸ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۸۹ منډې وکړې.

سریلانکا لوبډله ددې ستر هدف ترلاسه کولو نه مخکې ۱۷،۲ اورونو کې په ۱۷۲ منډو وسوزیده او لوبه یې هندوستان ته د ۸۸ منډو په توپیر وبایلله،چې په دې سره هند لوبډلې لومړۍ دوه لوبې وګټلې او له ټیسټ او یو ورځینو لوبو وروسته یې شل اوره لوب لړۍ هم په خپل نوم کړه.

د شل اوریزه سیالیو په یو اننګزس کې تر ټولو زیاتې منډې استرالیا ۲۶۳ هندوستان او سریلانکا بیا ۲۶۰ منډو کې سره مساوي شول.

په دې لوبه کې هندوستان لوبډلې ټولې ۲۱ شپږیزې ووهلې او د ویسټ اینډیز لوبډلې ریکارډ یې مات کړ.

له دې وړاندې ویسټ اینډیز لوبډلې په یوه شل اوره نړیواله لوبه کې ۲۱ شپږیزې وهلې وې.