د سریلانکا او سویلي افریقا ترمنځ څلورمه لوبه د باران له امله په ځنډ ځنډ سره ترسره شوه.
لومړی توپ وهنه بنګله دېش وکړه او د ۳۹ اورونو په لوبولو سره یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۶ منډې وکړې.
د باران د ځنډ له امله سویلي افریقا ته په ۲۱ اورونو کې د ۱۹۱ منډو هدف ورکړل شو، خو د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې یواځې ۱۸۷ منډې وکړې او لوبه یې د ډي اېل میتود له مخې د درې منډو په توپیر وبایلله.
له دې واړندې لومړۍ درې لوبې یې سویلي افریقا لوبډلې وې او سیریز یې په خپل نوم کړی دی.
د کریکنفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې وروستې یا پنځمه لوبه یې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره شي.
نصرت الله عمرزی