د سریلانکا ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په روانه نیمه پای لوبه کې افغانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف ورکړی.
افغان ۱۹ کلنو د ټاس په ګټلو سره سریلانکا ته د توپ وهنې ورکړه.
سریلانکا ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۲۱۱ منډو هدف ورکړ.
د سریلانکا لپاره فیرناندو ۱۱۱ منډې وکړې، خو د افغانستان لپاره عبدالرحمن درې ویکټې واخیستې.
که دا لوبه هرې لوبډلې وګټله د یکشنبې په ورځ به هند سره پای لوبه کې مخ شي.
خبریال : نصرت الله عمرزی