کرکټ: سلهټ سکسرز راجشاهي ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش پریمیر لیګ کرکټ سیالیو په ۲۹مه لوبه کې سلهټ سکسرز لوبډلې راجشاهي کینګز ته په ۷۶ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې سلهټ سکسرز لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره راجشاهي ته د ۱۸۱ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې رای د ۴۲ او عفیف حسین د ۲۸ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.

راجشاهي لوبډله له هدف وړاندې ۱۹م اور کې په ۱۰۴ منډو وسوځېده او لوبه د ۷۶ منډو په توپیر د سلهټ سکسرز لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

راجشاهي ته توپ وهنه کې فضلي محمود ۵۰ منډې وکړې خو بیا یې هم لوبډله بریا ته ونه شوه رسولای.

سلهټ ته سهیل تنویر او محمد نواز درې درې، الوک کپالي او تسکین احمد دوه دوه ویکټې واخیستې.

سهیل تنویر د لوبې غوره لوبغاړی په دې وټاکل شو، چې خپلو څلورو اورونو کې یې د کمو ۱۷ منډو په ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

په دواړو لوبډلو کې هیڅ کوم افغان لوبغاړي ته د لوبېدو موقع نه وه ورکړل شوې.

نصرت الله عمرزی