د هندوستان پریمیر لیګ کرکټ سیالیو کې سنرایزر حېدرآباد لوبډلې راجستان رایلز لوبډلې ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.
دا د روانو سیالیو څلورمه لوبه وه، چې په حیدرآباد لوبغالي کې ترسره شوه.
دې لوبه کې راجستان رایلز لوبډلې پوره شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره سنرایزر حیدرآباد لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې سنجو سمسون د ۴۹ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.
د سنرایزر لپاره شکیب الحسن او سیدرت کال دوه دوه، خو افغان لوبغاړي راشد خان ۴ اورونو کې د ۲۳ منډو په ورکولو سره یوه ویکټه واخېسته او ډګر ساتنه کې یې دوه کیچونه ترلاسه کړل.
حیدآباد لوبډلې یاد هدف د شکردوان په ښې توپ سره ۱۶م اور کې د یو لوبغاړي په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۹ ویکټو په شتون کې وګټله.
شکردوان ۷۷ او ویلیمسن ۳۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د لوبې غوره لوبغاړی هم شکر دوان وټاکل شو.
د دې سیالیو په لړ کې به نن شپه ۷ بجې چینایي سوپر کینګز لوبډله د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره د سیالۍ ډګرته ښکته شي.
نصرت الله عمرزی