کرکټ: سنرایزرز په نیمه پای لوبه کې له چینای لوبډلې سره مخ کیږي

د ای پي اېل سیالیو په لړ کې سه شنبه ماښام ۷ بجې لومړۍ کوالیفای لوبه کې سنرایزرز حیدآباد لوبډله د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

په دې لوبه کې که هرې لوبډلې بریا خپله کړه مستقماً پای لوبې ته لار پیدا کوي.

د لومړۍ کوالیفای بایلونکې لوبډله به د کلکتې او راجستان تر منځ لوبې ته انتظار کوي که هغه کې هرې لوبډلې بریا خپله کړه نو هغه سره به بیا دویمه کوالیفای کې لوبه کوي که دویمه کوالیفای کې هره لوبډله ګټونکې شوه پای لوبې ته به لار پیدا کړي.

د دې سیالیو پای لوبه د روانې مې میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره کیږي.

نصرت الله عمرزی