د سویلي افریقا او زیمبابوۍ ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه هم افریقا لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.
زیمبابوۍ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه، د پوره شل اورونو په لوبولو سره یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو خپلې سیالې افریقایي لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ.
سین ویلیامس ۴۱ او ټایلر ۲۹ تر نورو زیاتې منډې وکړې.
سویلي افریقا لوبډلې یاد هدف ۱۶م اور کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو ۲۶ بالونو په شتون کې وګټله.
سویلي افریقا ډومني ۳۳ ناسوځېدلې او ډي کوک ۲۶ منډې وکړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه هم افریقا لوبډلې ګټلې وه، درېمه لوبه به یې سبا یکشنبه ماښام مهال ۵ بجې پیل شي.
که سبانۍ لوبه هم افریقا وګټله د ۵۰ اوریزو په څېر به یې په شل اوریزو کې هم وایټ واش کړي.
خبریال : نصرت الله عمرزی