کرکټ: سویلي افریقا د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ کې استرالیا ته ماتې ورکړه

سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې استرالیا ته د درې یو ورځنیو لوبو سیریز کې دوه د یو مقابل کې ماتې ورکړه او د سیریز اتلولي یې ترلاسه کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د استرالیا په کوربه توب، چې دا درې یو ورځنۍ لوبې ترسره شوې، لومړۍ لوبه یې افریقا دویمه استرالیا او دریمه یې بیا افریقا لوبډلې وګټله او سیریز یې په خپل نوم کړ.

وروستۍ لوبه کې دافریقا لوبډلې د فاف ډوپلیسیز او ډیویډ مېلر د سلیزو په مرسته استرالیا ته د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۲۱ منډو هدف ورکړ.

ډیویډ مېلر ۱۳۹ او فاف ډوپلیسیز ۱۲۹ منډې وکړې.

که څه هم استرالیا لوبډلې ته شون مارش سلیزه ووهله، خو بیا یې هم هدف ترلاسه نه شو کړای او ټولو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۲۸۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۴۰ منډو په توپیر وبایلله.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه شل اوریزه لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه ترسره شي.

نصرت الله عمرزی