د سویلي افریقا او زیمبابوۍ ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ په دویمه لوبه کې هم سویلي افریقا زیمبابوۍ ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي وګټله.
افریقا لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه، ۴۸م اور کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول او زیمبابوی ته یې د ۱۹۹ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې ډیل سټین تر نورو زیاتې ۶۰ منډې وکړې.
د زیمبابوۍ لپاره چتارا درې لوبغاړي وسوځول.
مقابل کې یې زیمبابوۍ لوبډله توپ وهنه کې ښه ونه ځلېده، ټول لوبغاړي یې ۲۴ اورونو کې په ۷۸ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۱۲۰ منډو په توپیر وبایلله.
سویلي افریقا ته عمران طاهر ۶ او ډیل سټین دوه ویکټې واخیستې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانې لوب لړۍ وروستۍ یا دریمه ۵۰ اوریزه لوبه به د شنبې په ورځ ترسره شي.
خبریال : نصرت الله عمرزی