سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې زیمبابوی ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.
د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې د ټاس په ګټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه.
زیمبابوۍ لوبډله توپ وهنه کې ښه ونه ځلېده، ټول لوبغاړي یې ۳۵م اور کې اوټ شول او افریقا لوبډلې ته یې د ۱۱۸ منډو کم هدف ورکړ.
د زیمبابوۍ لپاره چیګمبورا ۲۷ او هامیلټن موسکدزا ۲۵ منډې وکړې.
د سویلي افریقا لپاره نیګیدي ۳ تر نورو زیاتې ویکټې واخیستې.
افریقا لوبډلې یاد هدف د ۵ ویکټو په زیان سره ۲۷م اور کې پوره کړ او لوبه یې د ۵ ویکټو او ۱۴۳ توپونو په شتون کې وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوب لړۍ د سویلي افریقا په کوربه توب روانه ده.
دویمه ۵۰ اوریزه لوبه به یې د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.
ټاکل شوې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ نه وروسته دواړه لوبډلې درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي.
نصرت الله عمرزی