کرکټ: سویلي افریقا څلورمه ټېسټ لوبه کې آسترالیا ته ماتې ورکړه

سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه ټېسټ لوبه کې هم آسترالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوب لړۍ یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ د سویلي افریقا په کوربه توب ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه یې آسترالیا او پاتې درې لوبې یې سویلي افریقا لوبډلې وګټلې.

وروستۍ لوبه کې لومړی وار توپ وهنه سویلي افریقا وکړه او ټوله لوبډله یې په ۴۸۸ منډو وسوځیده.

استرالیا لوبډلې خپل لومړي وار توپ وهنه کې ۲۲۱ منډې وکړې.

سویلي افریقا دویم ځل توپ وهنه کې د ۶ لوبغاړو په زیان ۳۴۴ منډې وکړې، چې د آسترالیا لوبډلې څخه یې ۶۱۱ منډې زیاتې شوې او دویم ځل توپ وهنه یې ورکړه.

دویم وار توپ وهنه کې آسترالیا لوبډله په ۱۱۹ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۴۹۲ منډو په توپیره وبایلله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی ویرنون پیلینډر وټاکل شو، چې د ۹ ویکټو اخستو ترڅنګ یې ۴۵ منډې هم جوړې کړې وې.

د یادولو ده، چې آسترالیا لپاره د دې لوبې لوبډلمشري ټیم پاین کوله، ځکه چې د پخواني لوبډلمشر سمت ترڅنګ په وارنر او بنکروفټ باندې په درېمه ټیسټ لوبه کې د بال د خرابولو له امله د کرکټ بندیز لږیدلی دی.

نصرت الله عمرزی