کرکټ: ملي لوبډلو ته پیاوړي لوبغاړي ټاکو

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه وايي هڅه کوي د ملي لوبډلو لپاره نوي او پیاوړي لوبغاړي انتخاب کړي.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د الف او ۱۹ کلنو لوبډلو لوبغاړو په کابل نړیوال لوبغالي کې د انډي مولز تر څارنې لاندې تمریناتي کمپ کې ګډون کړی وو.

انډي مولز ویلي، له یاد تمریناتي کمپ څخه به هغه لوبغاړي انتخاب کړي، چې په لوبو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې وي.

دغه تمریناتي کمپ به دروانې جون میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې دوام وکړي.

انډي مولز تازه د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ټاکل شوی او ویل کېږي د لوبغاړي فټنس کې ډېر جدي دی.