کرکټ: ممبۍ لوبډلې چینایې سوپر کینګز لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

د هندوستان پریمیر لیګ سیالیو د تېرې شپې لوبه کې ممبۍ انډینز لوبډلې پچه وګټله او چینایې سوپر کینګز لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

چینایې سوپر کینګز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوزېدو سره ممبۍ لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې سورېش راینا ۷۵ ناسوزېدلې او رایدو ۴۶ تر نورو لوبغاړو ښې منډو وکړې.

مکلینګین او کرونال پنډیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ممبۍ لوبډلې یاد هدف د دوه لوبغاړو په زیان سره ۱۹،۴ اورونو کې پوره او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.

لوبډلمشر روهیت شرما ۵۶ ناسوزېدلې، ایوین لیویز ۴۷ او سوریاکومار یادف ۴۴ د پام وړ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی روهیت شرما وټاکل شو.

که څه هم ممبۍ لوبډله د جدول په وروستي مقام کې وه، خو په دې بریا سره یې د ۷ لوبو څخه د دوه په ګټلو د جدول ۶ مقام خپل کړ او چينایي لوبډله له ۷ څخه د ۵ په ګټلو سره لا هم د جدول په لومړي مقام کې ده.

د دې سیالیو په لړ کې نن ماسپښین درې بجې د راشد او نبي اړوند سنرایزر حیدر آباد لوبډله د راجستان رایلز په وړاندې او ماښام ۷ بجې به آر سي بي لوبډله د کی کی آر لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

نصرت الله عمرزی