د استرالیا بېګ باش کرکټ سیالیو کې د محمد نبي اړوند مېلبورن رینیګیډز لوبډلې د مجیب الرحمن اړوند بریسبین هېټ لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې بریسبین هېټ لوبډلې مېلبورن ته د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ.
مېلبورن لوبډلې یاد هدف د دوه لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو په شتون کې وګټله.
مېلبورن لوبډلې په دې بریا سره ځان د جدول له پنځم مقام څخه دویم مقام ته ځان ورساوه.
لیکوال : نصرت الله عمرزی