کرکټ: نیوزېلېنډ له افغانستان لوبه وګټله

نیوزېلېنډ کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په ۱۳مه لوبه کې افغان لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

دې لوبه کې لومړی توپ وهنه افغان لوبډلې وکړه؛ ۴۲م اور کې یې ټول لوبغاړي اوټ شول او نیوزېلېنډ ته یې د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې حشمت الله شهیدي ۵۹، حضرت الله ځاځي ۳۴ او نورعلي ځدران ۳۱ منډې وکړې؛ خو نیوزېلېنډ ته نېشم پنځه او فرګوسن څلور ویکټې واخېستې.

نیوزېلېنډ لوبډلې ۳۳م اور کې د درې ویکټو په زیان هدف ته ځان ورساوه او په روان نړیوال جام کې یې پرله پسې درېیمه لوبه هم وګټله.

کېن ویلمسن ۷۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغان لوبډلې لپاره درې واړه ویکټې افتاب عالم واخېستې.