د هندوستان او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د کوربه نیو زېلېنډ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ یا فاینل لوبه کې نیوزېلېنډ هند ته ټاکلو شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې کولین مونرو د ۷۲ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.
هند ته کولدیف یادف دوه ویکټې واخیستې.
د هند لوبډلې ورکړل شوي هدف ته ځان ونه شو رسولای، ټولو اورونو کې د یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۸ منډې وکړې او لوبه یې د ۴ منډو په کم توپیر سره وبایلله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په دې سیریز کې لومړۍ لوبه نیوزیلینډ او دویمه لوبه هند ګټلې وه.
هند لوبډلې له دې وړاندې نیوزيلینډ ته د ۵ یو یو ورځنیو لوبو لړۍ کې د ۴ د یوې لوبې مقابل کې ماتې وکړې وه.
خبریال : نصرت الله عمرزی