کرکټ: نیوزېلېنډ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

نیو زېلېنډ کرکټ ملي لوبډلې له یوې سختې لوبې وروسته په لومړۍ ټېسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته په ۴ منډو حیرانونکې ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې نیو زېلېنډ لوبډله په خپل لومړي وار توپ وهنه کې په ۱۵۳ کمو منډو اوټ شوه، خو پاکستان لوبډله خپل لومړي وار کې له نیو زېلېنډ څخه ښه وه او ۲۲۷ منډې یې وکړې.

نېوزېلېند خپله دویمه پاڼۍ کې ۲۴۹ منډې وکړې او په دې سره یې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف ورکړ.

د عجاز پټېل د ښې توپ اچونې له امله د پاکستان لوبډله هدف ته ونه رسېده؛ دوی ته په ورستۍ ویکټ ۱۲ منډې پاتې وې اظهر علي او محمد عباس ولاړ وه، چې د ۷ منډو له ملګرتیا وروسته عجاز پټېل اظهرعلي ایل بي ډبلیو اوټ کړ؛ دا وخت پاکستان ۱۷۱ منډې کړې وې او لوبه یې د ۴ منډو په کم توپیر وبایلله.

ټېل په دې لوبه کې په لومړي اننګز کې دوه او په دویم اننګز کې یې ۵ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې درې ټېسټ لوبې پلان شوي، چې دویمه ټېسټ لوبه به یې روانې نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه پیل شي.

خبریال : نصرت الله عمرزی