نیو زېلنډ کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د سیریز په لومړۍ لوبه کې په دې وتوانېده، چې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړي.
په دې لوبه نیو زېلنډ، پاکستان ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ.
توپ وهنه کې ټایلر د ۸۰ او لیتم د ۶۸ منډو په جوړولو سره سره ښه وځلېدل.
د پاکستانۍ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۸م اور کې په ۲۱۹ منډو وسوځېدل او لوبه یې نیو زېلنډ د ۴۷ منډو په توپیر وبایلله.
له دې وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ په پرله پسې درې لوبو کې پاکستان نیو زېلنډ ته ماتې ورکړه، چې په هغې سره یې د افغان لوبډلې د پرله پسې ۱۱ شل اوریزو لوبو د ګټلو ریکارډ هم مات کړ.
ټاکل شوې د پاکستان او نیو زېلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه سبا ماسپښین درې نیمې بجې پیل شی.
نصرت الله عمرزی