کرکټ: نیو زېلېنډ له بنګله دېش څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

نیوزېلېنډ کرکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش څخه دویمه یو ورځنۍ لوبه هم وګټله او په دې سره یې سیریز په خپل نوم کړ.

بنګله دېش لوبډله په ۴۹،۴ اورونو کې اوټ شوه او نیو زېلېنډ ته یې د ۲۲۷ منډو هدف ورکړ.

بنګله دېش ته توپ وهنه کې محمد میتون ۵۷ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

نیو زېلېنډ ته فرګوسن درې، اسټلي او نیشم دوه دوه ویکټې واخیستې.

مقابل کې نیو زېلېنډ لوبډلې یاد هدف د مارټین ګپټل په ښې توپ وهنې سره ۳۷م اور کې پوره کړ او لوبه یې د اتو ویکټو په شتون کې وګټله.

ګپټل دې لوبه کې ۱۱۸ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

لوبډلمشر کین ویلمسن د ۶۵ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ لوبه کې هم د مارټين ګپټل د سلیزې په مرسته نیو زېلېنډ بنګله دېش ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړې وه او په دې بریا سره یې لوب لړۍ په خپل نوم کړه.

ټاکل شوې درېیمه یو ورځنۍ لوبه یې د روانې فیبروۍ میاشتې په شلمه نېټه ترسره شي او له هغې وروسته د درې ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره کوي.

نصرت الله عمرزی