کرکټ: هانګ کانګ ملي لوبډلې اسیا جام ته لار پیداکړه

د غوراوي پړاو وروستۍ لوبه کې د هانګ کانګ ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه او اسیا جام سیالیو ته یې لار پیدا کړه.

دا لوبه د باران له امله وځنډېده، چې پایله کې ۲۴ اوره وټاکل شوه، اماراتو لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یادو اورونو کې هانګ کانګ ته د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.

هانګ کانګ لوبډلې د لوبې وروستي اور کې یاد هدف د ۸ ویکټو په زیان سره پوره کړ او اسیا جام ته یې لار پیدا کړه.

د غواروي پړاو په دې سیالیو کې د دویمې درجې شپږ هېوادونه متحده عربي امارات، مالیزیا، هانګ کانګ، عمان، نيپال او سنګاپور کرکټ ملي لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې، چې یواځې هانګ کانګ لوبډلې وشو کولی د غوراوي پړاو سیالیو پای لوبه په خپل نوم او د اسیا جام سیالیو ګډونواله شي.

هانګ لوبډله به الف ګروپ کې له هندوستان او پاکستان له ملي لوبډلو سره مخ شي.

اسیا جام سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې به دوام وکړي.

نصرت الله عمرزی