د سویلي افریقا په کوربه توب د هندوستان او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې ټیسټ، شپږ یو ورځینۍ او درې شل اوریزه لوب لړۍ ترسره شوې.
دغه د درې واړو فارمټونو سیالۍ، چې د جنوري له پنځمې نیټې راهیسې پیل شوې وې د فیبروري ۲۴ نیټه په شل اوریزه لوبه د هند په بریا سره پای ته ورسیدې.
په دې لوبه کې هند لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکلو شلو اورونو کې سویلي افریقا ته د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.
د هند لپاره توپ وهنه کې شکر دوان د ۴۷ او سوریش راینا د ۴۳ منډو په جوړولو سره ښه وځلیدل.
سویلي افریقا لوبډلې په شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې ۱۶۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۷ منډو په توپیر هند لوبډلې ته وبایلله.
سویلي افریقا ته لوبډلمشر ډومیني ۵۵ او کریسټان جانکر ۴۹ منډې وکړې.
هند لوبډلې په دې بریا سره د درې لوبو څخه دوه وګټلې او سیریز یې په خپل نوم کړ.
له دې وړاندې د شپږ یو ورځینو سیالیو څخه هم هند لوبډلې پنځه لوبې ګټلې وې، خو د درې ټیسټ لوبو لړۍ یې بیا دوه د یو مقابل کې بایللې وه.
د یادولو ده، چې وروستۍ شل اوریزه لوبه کې د ویرات کوهلي په نه شتون کې لوبډلمشري روحیت شرما کوله.
د لوبې غوره لوبغاړی سوریش راینا او د ټول شل اریزه سیریز غوره لوبغاړی بونیشور کومار وټاکل شو.
نصرت الله عمرزی