هندوستان کرکټ ملي لوبډلې استرالیا ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه او سیریز یې یو په یو مساوي کړ.
په دې لوبه کې استرالیا لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته د ۲۹۹ منډو هدف ورکړ.
استرالیا ته شن مارش سلیزه ووهله، نوموړي ۱۳۱ او مکسویل ۴۸ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې.
هند ته بونیشور کومار ۴ او محمد شمي درې ویکټې واخیستې.
هند لوبډلې د ویرات کوهلي په ښې توپ وهنې سره یاد هدف ۴۹،۲ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو او ۴ بالونو په شتون کې وګټله.
ویرات کوهلي ۱۰۴ او ام اس ډوني ۵۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه یې استرالیا لوبډلې ګټلې وه.
ټاکل شوې درېیمه لوبه یې د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي، چې ګټونکې لوبډله به یې د سیریز اتلولي ترلاسه کړي.
نصرت الله عمرزی