کرکټ: هند او سویلي افریقا نن دویمه شل اوریزه لوبه ترسره کوي

د هندوستان او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لوب لړۍ دویمه لوبه نن ترسره کیږي.

ټاکل شوې دا لوبه نن چهارشنبه د افغانستان پر وخت د ماښام په شپږ بجو پیل شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د هند په کوربه توب د درې شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کیږي، چې لومړۍ لوبه یې د باران له امله لغوه شوې وه.

هند او سویلي افریقا له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر دې دمه خپلو کې یو له بل سره ټولې ۱۳ شل اوریزې نړیوالې لوبې کړي، چې اته هندوستان او پنځه سویلي افریقا ګټلي دي.