کرکټ: هند بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د هندوستان او بنګله دېش ترمنځ په تمریناتي لوبه کې که څه هم د هند لوبډلې پیل ښه نه وو او لوبغاړي یې ژر وسوځېدل؛ خو وروسته یې لوبه ښه شوه.

هند ته ام اس ډوني  ۱۱۳ او کی اېل راهول ۱۰۸ منډې وکړې او د دوی د سلیزو په مرسته یې بنګله دېش ته د ۳۶۰ منډو هدف ورکړ.

بنګله دېش په دې لوبه کې په ۹ توپ اچونکو توپ اچونه وکړه.

مقابل کې یې د بنګله دېش ټوله لوبډله ۵۰م اور کې په ۲۶۴ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۹۵ منډو په توپیر وبایلله.

بنګله  دېش ته مشفیق الرحیم ۹۰ او لیتون داس ۷۳ منډې وکړې.

په تمریناتي سیالیو کې هند لوبډلې خپله لومړۍ نیوزېلېنډ لوبډلې ته بایللې وه؛ خو د بنګله دېش او پاکستان ترمنځ لوبه د باران له امله لغوه شوې وه.

خبریال: نصرت الله عمرزی