کرکټ: هند دویمه ټېسټ لوبه کې هم ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته په لومړۍ ټېسټ لوبه کې له سترې ماتې ورکولو وروسته په دویمه لوبه کې هم له غټې ماتې سره مخ کړه.

دا لوبه هند د لس ویکټو په شتون کې وګټله.

ویسټ انډیز لوبډله لومړي وارتوپ وهنه کې په ۳۱۱ منډو اوټ شوه.

هند لوبډلې خپل لومړي وار توپ وهنه کې ۳۶۷ منډې کړې وې.

ویسټ انډیز دویم وار توپ وهنه کې ۱۲۷ مندې وکړې او په دې سره یې هند ته د ۷۲ منډو هدف وټاکلو.

هند لوبډلې بې له دې چې کوم لوبغاړی یې اوټ شي هدف پوره او لوبه یې د لس ویکټو په شتون کې وګټله.

په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم هند ویسټ انډیز ته په یو اننګز او ۲۷۲ منډو ستره ماتې ورکړې وه.

اومیش یادف د لس ویکټو په اخیستو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ همدا دوه ټېسټ لوبې پلان شوې وې، د پنځو ورځنیو لوبو لړۍ به یې د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شي.

دا سیالۍ د هند په کوربه توب ترسره کیږي.

نصرت الله عمرزی