کرکټ: هند سویلي افریقا ته دویمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه لوبه کې هندوستان لوبډلې ته د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

سویلي افریقا ته کوینټن ډي کاک ۵۲ تر نورو زیاتې منډې وکړې، ډیپک چهر دوه ویکټې واخېستې.

هند لوبډلې د درې لوبغاړو په زیان سره ۱۹ اورونو کې هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د اوو ویکټو او شپږ توپونو په شتون کې وګټله.

ویرات کوهلي د ۷۲ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د هند په کوربه توب د درې شل اوریزو لوبو لړۍ روانه ده، چې لومړۍ لوبه یې د باران له امله لغوه شوې او ټاکل شوې درېیمه لوبه یې راتلونکې یکشنبه ترسره شي.