کرکټ: هند له استرالیا سره سیریز مساوي کړ

د استرالیا په کوربه توب د هندوستان او استرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو یو په یو مساوي پای ته ورسېده.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه استرالیا لوبډلې د ډي اېل میتود له مخې په ۴ منډو وګټله.

دویمه لوبه یې د باران له امله بې نتیجې شوه، او په دریمه لوبه کې استرالیا هند ته د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ.

استرالیا ته ډارسي شارټ ۳۳ او آرون فینچ ۲۸ منډې وکړې، خو هند کرونال پنډیا ۴ ویکټې واخیستې.

هند لوبډلې یاد هدف شلم اور کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د شپږ ویکټو په شتون کې وګټله.

ویرات کولي ۶۱ او شکر داون ۴۱ منډې وکړې.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ به جنوري میاشت کې د استرالیا په کوربه توب درې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره شي.

خبریال : نصرت الله عمرزی