کرکټ: هند له استرالیا څخه لومړۍ ټېسټ لوبه وګټله

د استرالیا په کوربه توب د هندوستان او استرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څلور ټېسټ لوبو لړۍ د هند په بریا سره پیل شوه.

په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هند لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۲۵۰ او په دویمه پاڼۍ کې یې ۳۰۷ منډې وکړې.

استرالیا لوبډله په خپل وار توپ وهنه کې په ۲۳۵ او دویم وارې په ۲۹۱ منډو اوټ شوه او هند ته یې د ۳۱ منډو په کموالي خپل کور کې لومړۍ لوبه وبایلله.

هند ته چیتیشور پوجار لومړي وار کې ۱۲۳ او دویم وار توپ وهنه کې یې ۷۱ منډې وکړې او ټولټال د ۱۹۴ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

له دې وړاندې په درې شل اوریزو لوبو کې یوه لوبه د باران له امله بې پایلې شوه، یوه هند او یوه هم استرالیا ګټلې وه لوب لړۍ یو په یو مساوي پای ته رسېدلې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه ټېسټ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ پیل شي.

خبریال : نصرت الله عمرزی