کرکټ: هند له نیوزېلېنډ څخه دویمه لوبه هم وګټله

د هندوستان او نیو زېلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یو ځنۍ لوبه هم هند لوبډلې په خپلې بریا سره پای ته ورسوله.

دې لوبه کې هند لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره نیو زېلېنډ لوبډلې ته د ۳۲۵ منډو هدف ورکړ.

روهیت شرما ۸۷ او شکر داون ۶۶ منډې وکړې.

د نیو زېلېنډ ټوله لوبډله ۴۱م اور کې په ۲۳۴ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۹۰ منډو په توپیر وبایلله.

هند ته کولدیف یادف ۴، بونیشور کومار او چهل دوه دوه ویکټې واخیستې.

د لوبې غوره لوبغاړی روهیت شرما وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه یې هم هند لوبډلې ګټلې وه، او درېیمه لوبه به یې د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

نصرت الله عمرزی