هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د سریز په درېیمه لوبه کې ه ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او کلین سویپ یې کړه.
په دې لوبه کې ویسټ انډیز لوبډلې هند ته د ۶ لوبغاړو په سوزېدو سره د ۱۴۷ منډو هدف ورکړ.
ویسټ انډیز ته پولارډ ۵۸ او پاویل ۳۲ منډې وکړې؛ خو هند چهر درې او ناودیپ سایني دوه ویکټې واخېستې.
مقابل کې یې هند لوبډلې د درې لوبغاړو په زیان سره شلم اور کې هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د اوو ویکټو په شتون کې وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډیز په کوربه توب د درې شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره شوه او درې واړه لوبې هند وګټلې.
د سیریز غوره لوبغاړی کرونال پنډیا وټاکل شو.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ سبا مازیګر شپږ بجې پېل شي.