کرکټ: هند له ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله.

هند لوبډلې پوره شل اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوزېدو سره د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ.

روهیت شرما ۶۷ او ویرات کوهلي ۲۸ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې؛ خو ویسټ انډیز ته توماس او کټریل دوه دوه ویکټې واخېستې.

ویسټ انډیز لوبډلې د ۱۶م اور جریان کې د ۴ لوبغاړو په سوزېدو سره ۹۸ منډې کړې وې، چې باران شو، لوبه بیا پېل نه شوه او د ډي اېل میتود له مخې هند لوبډلې په ۲۲ منډو وګټله.

د دواړو لوبډلو ترمنځ له درې لوبو څخه یې لومړۍ دواړه هند وګټلې.

ټاکل شوې درېیمه یا وروستۍ لوبه یې سبا ماښام اووه بجې پېل شي.