کرکټ: هند له ویسټ انډیز د ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ هم وګټله

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه یو ورځینۍ لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه او لوب لړۍ یې ترې وګټله.

دغه لوبه د باران د ځنډ له امله ۳۵ اوره ټاکل شوې وه، چې ویسټ انډیز لوبډلې پکې هند ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۴۱ منډو هدف ورکړ.

کریس ګېل ویسټ انډیز ته تر ټولو زیاتې ۷۲ منډې وکړې؛ خو هند ته خلیل احمد درې او محمد شمي دوه ویکټې واخېستې.

هند لوبډلې د ویرات کوهلي د سلیزې په مرسته ۳۳م اور کې د څلور لوبغاړو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د ۶ ویکټو په شتون کې وګټله.

ویرات کوهلي په دې لوبه کې ۱۱۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړو شو.

په نړیوالو ۵۰ اوریزو لوبو کې دا د کوهلي ۴۳مه سلیزه وه.

د هند او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د دې یو ورځینو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه یې د باران له امله بې نتیجې شوې وه؛ خو وروستۍ دواړه هند وګټلې او اتلولي یې ترلاسه کړه.

له دې وړاندې په درې شل اوریزو لوبو کې وایټ واش کړې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه ټېسټ لوبو لړۍ به د اګسټ په ۲۲مه نېټه پېل شي.