کرکټ: هند له ویسټ انډیز سره د شل اوریزو لوبو لړۍ هم په بریالیتوب پېل کړه

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه توب له ویسټ انډیز سره د درې شل اوریزو لوبو لړۍ هم په بریالیتوب سره پیل کړه.

هند لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه ویسټ انډیز ته په پنځه ویکټو ماتې ورکړه.

دا لوبه چې په کلکته کې ترسره شوه، ویسټ انډیز پکې هند ته د ۱۱۰ منډو هدف ورکړ.

ویسټ انډیز ته فابیان اعلین ۲۷ منډې وکړې، خو نور لوبغاړي یې ښه ونه ځلېدل.

هند ته کولدیپ یادف درې ویکټې واخیستې.

هندوستان کرکټ ملي لوبډلې یاد هدف ۱۸م اور کې د ۵ ویکټو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۵ ویکټو او ۱۳ بالونو په شتون کې وګټله.

له دې وړاندې د دوه ټېسټ او پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم هند لوبډلې ګټلې وه.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه د افغانستان پر وخت سبا ماښام ۶ بجې پیل شي.

نصرت الله عمرزی